ایکنانیوز دترکیې خبری آژانس له قوله راپور راکړی،د ترکیې په شمال لویدیځ کې وقاع د دغه هیواد په قوجاایلی ولایت کې دقرآن د حافظو ماشومانو د نوي ډلې دفارغ التحصیلۍ دستورې،د ترکیې د دیانت د ادارې دمشر علی ارباش په شتون سره ترسره شوې.
د ترکیې دیانت ادارې په وروستیو کلونو کې، په دغه هیواد کې د قرآني فعالیتونو د زیاتیدا په خاطر پراخ پروګرامونه اجرا کړي دي.
د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت د زده کړې د مختلفو دورو جوړیدا،د قرآني محفلونو په تیره بیا د روژې په مبارکې میاشتې کې د قرآني محفلونو ترسره کیدا، او په ترکیې او نورو هیوادونو کې د قرآن کریم چاپ او ویشل، د قراني خوشخطئ او د قرآن د کتابت ځانګړي خطاطئ دسیالیو ترسره کیدا ددغو فعالیتونو ترټولو مهمهې برخې دي.
د ترکیې د واکمن ګوند اصلی مخالف ګوند،ددغو فعالیتونو زیاتیدا، له سیاسته د دین دجلا کولو او دحکومت د سیکولر کیدا په زمینې کې د ترکیې د اساسی قانون او ددغه هیواد د جمهوریت د ثابتو اوصولو خلاف یو ګام بللی دی . له بل پلوه د عدالت او پراختیا ګوند دغه اقدامات په ترکیې کې د پخوانیو دودونو یوه برخه بللې چې ددغه هیوادد پخواني تمدن او اصیل هویّت د ساتنې ضامن به وي.